انصار:) د کب ۱۳مه)، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع تازه رسنیو ته ویلي چې په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د تېرې شپې نښتې د ورځې تر ۱۱:۰۰ بجو دوام درلود.
قانع تاییدوي، چې نښته د پاکستاني پوځيانو له لوري پيل شوه او طالب ځواکونه هم ځواب ویلو ته اړ شول.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې په دغې پېښه کې د دوی یو سرتېری ژوند بایللی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې د مقابل لوري ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او ځينې پوستې یې ویجاړې شوې دي.
دا نښته د تورخم په دروازه کې شوې، چې له یوې اوونۍ زیات وخت کېږي چې بنده ده.
د ننګرهار د اطلاعات و کلتور ریاست تر دې وړاندې ویلي وو چې، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې نښته هغه مهال پیل شوه، کله چې پاکستاني ځواکونو لومړی د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ.
د دغه ریاست پر اساس «پاکستاني ځواکونو څو ورځې د دې جګړې لپاره چمتووالی نیولی و او آن رسنۍ یې هم رابللې وې، چې د برید پړه پر افغان لوري واچوي.»
د دروازې د خلاصون په موخه دواړه لورو څو ځله ناسته وکړه خو بې پایلې وه.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/35069